د افغانستان د اجراییوي ریاست دوهم مرستیال محمد محقق نن په بلخ کې د علماو شورا یوې غونډی ته د وینا پر مهال په افغانستان او سیمه کې د اسلامي دولت ډلې د حضور په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
محقق وویل، د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې باید مبارزه وشي، تر څو یاده ډله نورو هېوادنو ته ونه غځیږي.
محقق په خپلو خبرو کې وویل، که په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې سره مبارزه ونه شي؛ کیداي شي چې یاده ډله په ګاونډیو هېوادنو پاکستان او هند کې هم را څرګنده شي.
له بلې خوا د افغانستان د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي هم د علماو شورا په دې غونده کې خبرې وکړې او ویې ویل؛ د علماو ونډه ډيره مهمه ده او دوی باید د ممبر له لارې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې جوړونکې ونډه واخلي.