د الجزیره ټلویزیون دوه تنه ژورنالیستان چې په مصر کې بندیان وو؛ له څلورسوو ورځو څخه زیاتې مودې تیرولو وروسته؛ له زندان نه آزاد شول.
د قاهرې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ د محمد فهمي او باحر محمد د خوشې کېدو حکم صادر کړ؛ خو د هغوی دوسیې یې لري نه کړې.
په حکم کې راغلې چې دا دوه تنه خبریالان باید د دوی دوسیو د بیا محاکمې تر وخته هره ورځ، د پولیسو ماموریت کې حاضري ورکړي.
کاناډایي تبعه فهمي د ۳۲ زرو ډالرو ضمانت په بدل کې خوشې شوی؛ خو مصري خبریال باحر محمد ضمانت نه دی ورکړی. دواړه تورن دي چې ناسم راپورونه یې خپاره کړي او له تروریستي ډلو سره یې مرسته کړې ده.
دوې اوونۍ وړاندې آسترالیایي ژورنالیست "پیټر کریسټي" د مصر د جمهور رییس د فرمان او د محکمې د حکم پراساس له زندانه خوشې شوی و.