سیګار: په افغانستان کې د کثافاتو د سوځولو د بټیو له لګښتونو څخه ۲۰ میلیونه ډالر وهل شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش یا سیګار وايي چې په افغانستان کې د کثافاتو د سوځولو د بټیو له لګښتونو څخه څه باندې شل میلیونه ډالر وهل شوي دي.

سیګار په خپل یوه نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د کثافاتو د سوځولو په مقصد د ۲۳ بټیو پر جوړولو نژدې دوه اتیا میلیونه ډالر لګولي دي چې شل اعشاریه یو میلیون ډالر اختلاس په کې شوی دی.

راپور همداراز یادونه کوي چې د امریکا د پوځ څلورو مرکزونو له دې بټیو هېڅکله کار نه دی اخیستی. سیګار همداراز زیاتوي چې د دې پروژو په اړه د دوی تفتیش ښيي چې د کثافاتو د سوځولو په دې بټیو کې له ځینو ممنوع شیانو لکه له ټایرونو او بتریو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

د سیګار د راپور له مخې د دې ادارې د تفتیش په دېرشو مواردو کې لیدل شوي چې قراردادیانو د کثافاتو د راټولولو کار لکه څنګه چې په قراردادونو کې راغلي و، په سم ډول نه دی ترسره کړی خو بیاهم پوره پیسې ورکړل شوې دي.