د امریکا سنا دفاع وزارت کاندید ته د اعتماد رایه ورکړه او هغه یې د پنټاګون د مشر په توګه تایید کړ.
اشټن کارتر Ashton Carte چې شپېته کلن دی د امریکا په سنا کې د پرونۍ رایې اخیستنې په نتیجه کې د اعتماد رایه ترلاسه کړه.
کارتر له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د پنټاګون مرستیال و، خو اوس د چک هېګل پرځای د دفاع وزیر په توګه کار کوي. هېګل د ځینو فشارونو په نتیجه کې تېرکال خپله استعفا اعلان کړه. ښاغلي کارتر له دې مخکې ویلي و، چې که په افغانستان کې امنیتي حالت خراب شي نو د ۲۰۱۶ کال په پای کې د امریکايي سرتېرو د اېستلو پر پلان به بیا غور وکړي.
کارتر به د ولسمشر اوباما د جمهوري ریاست د دورې څلورم دفاع وزیر وي.