د بلخ ولایت د برېښنا ریاست چارواکي وايي چې د تېرکال په پرتله سږکال د برښنا عواید ۱۹فیصده زیات شوي دي.
د دې ولایت د برښنا رییس انجنیرمحمد ناصرد خپل کار د کلني راپور ورکولو په غونډه کې وویل چې تیر کال د دې ولایت د برښنا عواید یو میلیارد، دوه سوه او ۷۹ میلیونه افغانۍ وو، خوسږ کال دغه عواید یو میلیارد، پنځه سوه او ۲۹ میلیونه افغانیو ته لوړ شوی دی.
له بلې خوا د دې ولایت اوسیدونکي د برښنا د پرچاوي څخه شکایت کوي.
د بلخ ولایت برښنا اوس مهال له دوه هېوادونو تاجکستان او ازبکستان څخه واردیږي.