د فوټبال فدراسیون مسوولان وایي چې په کابل کې د بې ګروپ د فوټبال د لوبو په لړکې نن د جوانان بارک ټیم دوه د یو په وړاندې پاس ټيم ته ماتې ورکړه.
د دغه فدراسیون مرستیال بشیر قیومي وایي چې د نن ورځې دوهمه لوبه د شرکت برق او کوهدامن ځوانانو ترمنځ وشوه چې لوبه دوه د یو په وړاندې د کوهدامن د ځوانانو په ګټه پای ته ورسیده.
په کابل کې د بې ګروپ د فوټبال لوبوکې د کابل 29 ټیمونو په اتو ګروپونو کې ګډون کړی دی چې ګټوونکې لوبډلې به ای ګروپ ته
لاره ومومي.
دغه لوبې یوه میاشت کېږي چې رواني دي او ترڅلویښتو ورځو پورې به دوام وکړي.