د المپیک ملي کمیټه وایي چې د افغانستان د ووشو ملي ټیم په ایران کې په اسیایي لوبو کې د 13 مډالونو په ترلاسه کولو سره دریم مقام وګاټه.
په دغه مډالونو کې یود طلا 7 د سپینو زرو او 5 د برونزو مډالونه دي.
دغې کمیټې نن په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلې چې دغه اسیایي لوبې د ایران په زاهدان ښارکې ترسره شوې چې د افغانستان د ووشو ملي ټیم وتوانید د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، سوریې، عراق، یمن، پاکستان، ایران او لبنان ټیمونو ترمنځ دریم مقام وګټي.
په دغه لوبو کې خالد هوتک په 60 کېلو ګرام وزن کې د خپل سیال لوبغاړي په ماتولو سره د سروزرو د مډال په ګټولو بریالی شو.
نسیم، نصرت الله حبیبی، شاه زمان نورزایی، محمد سلیم، عبدالمالک نورزایي د خپلو سیالانو په ماتولو سره د دغه لوبو د سپين زرو مډالونه وګټل او د تالو په برخه کې هم افغان لوبغاړي وتوانیدل چې 3 د برونزو او 2 د سپینو زرو مډالونه وګټي.