اکبر: د مرسته رسونکو پر وړاندې تاوتریخوالی دې پای ته ورسیږي

په افغانستان کې د بشري مرستو د همږغۍ او پراختیا اداره یا اکبر وايي، چې په دې هېواد کې باید د مرستې رسونکو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.

دې ادارې په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې په جنګ کې د ټولو ښکیلو خواوو غوښتي چي د بشري او غیردولتي بنسټونو د کار کونکو په وړاندې تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

اعلامیه په هېواد کې روانه ناامني د غیر دولتي او مرسته رسوونکو بنسټونو په وړاندې د عمده ستونزو څخه بولي.

اکبر ویلي چې د ۲۰۱۵ م کال په لومړې میاشت کې د دوو مرسته رسونکو وژلو ټولو غیر دولتي سازمانونو ته زیان رسولی دی.