د کارګرانو سرتاسري ټولنه: په افغانستان کې د بې کاري کچه د زیاتیدو په حال کې ده

د افغانستان د کارګرانو سرتاسري ټولنه وايي چې په هېواد کې د بې کاري کچه د زیاتیدو په حال کې ده.

د دې ټولنې مشرمعروف قادري نن په کابل کې د کارګرانو د ملي کنګرې په دریمه غونډه کې له افغان حکومت او پانګوالو وغوښتل چې په هېواد کې د بې کاري د کچې د راټیټولو لپاره پانګونه وکړي:

″خصوصي سکټور باید په خپلو وجایبو او مکلفیتونو باندې عمل وکړي، دوی مکلفیت لري ترڅو په هېواد کې د یو تلپاتې مصروفیت لپاره پانګونه وکړي.″

ښاغلي قادري همدارنګه زیاته کړه چې، حکومت باید د خصوصي سکټور ملاتړ وکړي څو د بې کاري کچه راټیټه شي.