د ټاپي د پروژې د مشرۍ کمېټه نن په اسلام اباد کې سره ويني

د ټاپي د پروژې د مشرۍ کمېټه يا د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازد انتقال د مشرانو کمېټه نن په اسلام اباد کې سره ويني.

په دې غونډه کې به لوري د دې پايپلاين د جوړولو پروسه عملي کولو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د معادن او پطرولیم وزیر داود شاه صباح د تيلو او ګازد متخصصينود پلاوي د مشرپه توګه د ټاپي پروژې په ۱۹مې غونډه کې د برخه اخيستلو په مقصد پاکستان ته تللی دی.

د افغانستان د معادن او پطروليم وزارت وياند رفيع صدیقي ويلي چې په دې غونډه کې به د دې پايپلاين د جوړولو لپاره د مالي چارو څېړنه هم کيږي او اخري پرېکړه به کيږي چې د دې کار قرارداد کوم شرکت ته ورکول شي.