کریملین: که امریکا اوکراین ته وسلې ورکړي روسیه به ډپلوماتیکې ځواب ورکړي

د کریملین د امنیت شورا رئیس وایي، که چېرې د امریکا متحده ایالات اوکراین ته وسلې ورکړي، زیات احتمال لري چې روسیه د پوځي عمل پرځای ډپلوماتیکې ځواب ورکړي.

نیکولای پاتروشیف د روسیې دولتي اژانس تاس ته نن وویل، د اوکراین حکومتي ځواکونو ته د امریکا د وسلو استول به د اوکراین په ختیځ کې شخړې نورې هم زیاتې کړي.

د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیي او کییف پر روسیي تورلګولی چې د روس پلویو یاغیانو د ملاتړپه مقصد یي د اوکراین ختیځ ته عسکر او وسلې استولې دي.

په دې اړه له قوې شواهدو سره سره، د روسیې جمهوررئیس ولادمیر پوتین د اوکراین ختیځ ته د وسلو او ځواکونو استولو ادعاوې رد کړي دي.