د سوریي جمهور رئیس بشارالاسد وایي، د اسلامي دولت ډلې پرضد د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو هوایي حملو کې سوریه مستقیمه همکاري نه لري، خو عراق او نور هېوادونه دمشق ته معلومات ورکوي.
اسد، نن بي بي سي سره مرکه کې وویل، له عراق او نورو هېوادونو سره ځیني وختونه د پیغامونو رسولو په کار کې غیرمستقیمه همکاري کیږي، خو کومه تاکتیکي همکاري نشته.
د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي او خلیج هېوادونو ایتلاف له سپتمبر میاشتې راهیسي په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو بمبارۍ کوي او دغه راز د سوريي جنګي جټ الوتکې هم د دې ډلې او نورو وسله والو مخالفانو پرسنګرونو هوایي حملې کوې.
د اسلامي دولت ډلې تیر کال په عراق او سوریه کې زیاتې سیمې نیولي وې او په یو شمېر هېوادونو کې یي د اسلامي خلافت اعلان کړی دی.
جمهوررئیس بشارالاسد دا خبره رد کړه چې حکومتي ځواکونود مخالفانو پرضد بېلري بمونه استعمال کړي دي.
د بشري حقونو نړېوالو سازمانو د سوريي د حکومت له خوا د دې ډول بمونو د استعمال اسناد ثبت کړي دي.