د ننګرهار ولایت په اچين ولسوالۍ کې د دولتد دوومخالفو وسله والوډلو ترمنځ جګړه روانه ده.
د اچين ولسوالۍ اوسیدونکو ازادۍ راډيو ته ویلي، چې نن له سهار وختي راهیسې د دې ولسوالۍ د پيښې په سیمه کې د طالبانو د امارت او تحريک طالبان د وسله والو ډلو ترمنځ نښته پيل شوې، چې اوس هم روانه ده.
د سیمې خلکو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د جګړې له امله ځایي خلک په ویره کې دي او له کورونو څخه بهر نشي وتلی.
یادو وسله والو ډلو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزي په اچين ولسوالۍ کې د یادو وسله والو ډلو ترمنځ نښته تاييدکړې او په خبره يې، په دې اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي.