جوزجان: د سړک غاړي ماین د چاودنې له امله یو پولیس وژل شوی

په جوزجان ولایت د امنیې قومندانۍ د اپراسیون امرعبدالمنان روفي ازادۍ راډيو ته ویلي چې نن د شبرغان او سرپل په لاره کې د سړک غاړي ماین د چاودنې له امله یو پولیس وژل شوی.

له بلې خوا د ننګرهار چارواکي وايې چې په روداتو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو له لوري په یو شمېرلمونځ کوونکو د وسله والې حملې له امله دوه تنه لمونځ کوونکي وژل شوي.

د دې ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزي ازادۍ راډيوته وویل چې دغه حمله تېره شپه شوې ده او یو تن لمونځ کوونکی هم په کې ټپي شوی هم دی.

د دې پيښې مسولیت تراوسه هیڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.