د جرمني صدراعظمه انګېلاميرکل په واشنګټن کې ده او ټاکل شوې نن د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره د اوکراين پر شخړې خبرې وکړي.
مېرکل وروسته تر دې امريکا ته سفر کوي، چې د جرمني حکومت وويل د جرمني، فرانسې، اوکراين او روسيې رهبران په پام کې لري چې د چهارشنبې په ورځ په مينسک کې د اوکراين پر بحران يوه غونډه راوبولي.
ټاکل شوې مېرکل په واشنګټن کې يو-وار بيا د اوکرايني د پوځ له وسلوال کولو سره، چې له امريکا يې غوښتنې شوي، د خپل هېواد مخالفت څرګند کړي.
د اوکراين پوځ د دغه هېواد په ختيځ کې له روس پلوه بېلتون غوښتونکو سره په جګړه بوخت دى.