د پاکستان پوځي محکمې به د یو شمېر مشکوکو تروریستانو محاکمه پیل کړي

د پاکستان پوځي محکموچمتووالی ښودلی چې د یو شمېرمشکوکو تروریستانو محاکمه به پیل کړي.

په پاکستان کې د تروریزم پرضد د پراخوعملیاتو له پیل راهیسي، په تروریستي تورونو لس زره کسان مشکوک نیول شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا پرون وویل چې د لومړیو دولسو قضیو د تورنو څرګندونې به په پوځي محکموکې واورېدل شي.

د پېښور پریوه ښوونځي د ډسمبرمیاشتې د شپاړسمې نېټې له حملې وروسته چې یو نیم سل کسان هغه هم ډېری زده کوونکي په کې ووژل شول، د پاکستان حکومت د پوځي محکمو د جوړېدو پرېکړه وکړه.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دې وروستیو کې لس زره او شپږ سوه کسان د تروریزم سره د اړوندو قضیو په تړاو نیول شوي.

دا کسان د ډسمبرله څلورویشتمې نېټې وروسته چې د ملي عمل پر پلان عملي اقدامات پیل شول، ونیول شول.