د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وايي چې چین له پاکستانه د تروریزم پرضد په مبارزه کې د رښتینې همکارۍ غوښتنه کولای شي.
د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې پرون خپورشو وايي چې حکمت خلیل کرزی دا څرګندونې له خپل چینايي سیال سره په کتنه کې کړي.
ښاغلي کرزي له خپل چینايي سیال سره د اسلامي دولت ډلې یا داعش د حضوراو فعالیت په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل، د تروریزم پر ضد مبارزه د سیمې د هېوادو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
بیان زیاتوي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په دې کتنه کې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت لانجمن او د اوږدې مودې کار وباله خو هیله یې څرګنده کړه چې د چین په ګډون د سیمې د هېوادونو د ګډو هڅو او د پاکستان د همکارۍ په نتیجه کې به په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ټینګ شي.