پاکستاني چارواکي وايي، په هيواد کې به يې پر انټرنيټي پاڼه يوټيوب بنديز د نا څرګندې مودې لپاره جاري وساتل شي.
د اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د يوه حکومتي چارواکي له خولې، چې نوم يې نه دی اخيستل شوی؛ دا خبره پرون تاييد کړې ده. دا له هغه يوه ورځ وروسته دی چې د پاکستان د اطلاعاتو، ټيکنالوژۍ او مخابراتو وزيرې "انوشا رحمان" ويلي وو چې دا بنديز به دوام وکړي.
پاکستان دا د ويډيو شريکولو لپاره جوړه شوې پاڼه د ۲۰۱۲م کال د سپټمبر په مياشت کې بنده کړه. دا له هغه وروسته چې دې پاڼې د "مسلمانانو بې ګناهي" په نامه يو فلم پورته کړ؛ بنده کړه. د دې فلم پر ضد په ټوله نړۍ کې لاريونونه وشول ځکه چې د دوی په وينا په دې فلم کې اسلام ته سپکاوی شوی و.
له هغه وروسته پاکستاني چارواکو ويلي چې دوی اسلام ته د سپکاوي د ويډيوګانو د چڼلو بله لاره نه لري بې له دې چې په پاکستان کې ټوله يوټيوب پاڼه بنده کړي.
د بيان د ازادۍ پلويان وايي، اسلام آباد د مذهب په نامه د سانسور له لارې معلوماتو ته د خلکو لاس رسی قطع کوي.
په ۲۰۱۰م کال کې پاکستان د ټولنيزو رسنيو پاڼه فېس بوک د دوو هفتو لپاره بنده وساتله ځکه چې دوی ويل هلته اسلام ته د سپکاوي په مقصد پاڼې جوړې شوي وې.
پاکستان پر انټرنېټ په زرګونو نورو پاڼو باندي هم بنديز لګولی دی.