په هرات ولایت کې د جنایي جرمونو د علایمو د تشخیص مرکز جوړ شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ریاست استازی وایي؛ دغه مرکز د امریکا متحده ایالاتو له خوا د درې میلیونه ډالره په ارزښت جوړ شوی دی.
رحمت اله قریشي وایي، دغه مرکز د سیمې په کچه د ښه کیفیت لرونکی دی او کولی شي، له دوی سره د مجرمینو په ښه تشخیص کې مرسته وکړي:
"دا به د کابل د کریمینل تخنیک لابراتوارونو یوه ښاخه وي چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی. د دې مرکز پرسونل د ګوتي د نښې، بالستیک، قضایي عکاسي، دومیکس او کیمیا په برخو کې روزنه لیدلې ده."
تر کابل وروسته هرات دوهم ولایت دی چې د مجرمینو د تشخیص لپاره له دې تحقیقاتي مرکز څخه استفاده کوي.
تر دې وړاندې د هرات ولایت زندانیانو په وار وار پرعدلي او قضایي ادارو د فساد تور لګولی او د محاکمو د پرېکړو په غبرګون کې یې د ډوډۍ د نه خوړلو اعتصابونه کړي دي.