ښايي ولسمشر غني به نن د مونشن په امنیتي کنفرانس کې وینا وکړي

تمه ده افغان ولسمشر د مونشن په امنیتي کنفرانس کې وینا وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې غني به په دغه کنفرانس کې د امنیتي مسایلو په اړه د افغانستان لیدلوری وړاندې کړي.

افغان ولسمشر پرون جمعه په یوه درې ورځني سفر جرمني ته تللی او د مونیخ په یو پنځوسم امنیتي کنفرانس کې یې برخه اخیستې ده.

له ښاغلي غني سره د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم مل دي.