د ٢٠١٥م کال نړيوال جام په درشل کې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم يوه بله تمريناتي لوبله وګټله.
د کرکټ ملي ټيم پرون د اسټراليا په ايډي ليډ Adelaide کې له ”ويسټرن ډسټرکټ“ ځايي لوبډلې سره يو ورځنۍ تمريناتي مسابقه وکړه.
لوبه افغانستان پيل کړه، چې په ٥٠ اوورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابل ټيم ته د (درې سوه اته څلوېښت) ٣٤٨ منډو هدف وټاکه.
د اسټراليا دغه ځايي ټيم ونه شو کړاى دغه هدف پوره کړي؛ ټول لوبغاړي يې داسې مهال وسوځېدل چې يوازې يې ١٩٣ منډې کړې وې.
افغانستان تر دې مخکې يوه بله تمريناتي مسابقه هم ګټلې وه.
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم يوولس ورځې وروسته خپله لومړۍ نړيواله مسابقه د بنګله دېش په وړاندې وکړي.