د افغانستان کړکېچ د لومړي ځل لپاره د ناټو د دفاع وزيرانو د غونډې په اجنډا کې شامل نه دى.
دغه وزيران په بروکسل کې د ناټو په مقر کې پر نړيوال امن د خبرو لپاره راغونډ شوي دي.
د ناټو غړو هېوادونو په هغه غونډه کې پرون پيل شوه؛ د افغانستان د کړکېچ پر ځاى پر هغو پوځي شخړو خبرې وکړې؛ چې د ناټو تړون ورسره مخامخ دى.
دوى له شمالي افريقا د ولاړو شويو سخت دريځو وسله والو پر خطر او د اوکراين د حکومت پر وړاندې د دغه هېواد په ختيځ کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو پر جګړه خبرې وکړې.
دا مهال په افغانستان کې د امريکا شا و خوا لس زره او پنځه سوه سرتېري دېره دي چې پخوا يې شمېر يو لکو ته رسېده.
د دې تر څنګ د نړيوال ایتلاف د نورو غړو هېوادونو څو زره سرتېري هم په افغانستان کې شته چې د افغان قواوو په روزنه او سلامشوره کې همکاري کوي.