د راپورونوله مخې دمشق ته نژدې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې د سوریې د پوځ بمباریو او راکټي حملو کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ټول ۵۷ کسان وژلي دي.
د سورې د بشري حقونو د څارټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، د سوریې حکومت پرون وروسته له دې چې یاغیانو پر دمشق شاوخوا سل توغندي وویشتل او لس کسان یې ووژل د مخالفینو پر سیمو حملې پیل کړې.
زهران علوش Zahran Allush چې دمشق ته نژدې د بشاراسد د رژیم د تر ټولو لویې مخالفې ډلې مشردی د سوریې پلازمېنه دمشق د جګړې ساحه یا دارالحرب بللی دی.
په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې به روان بحران کې تر اوسه له دوه سوه زرو زیات خلک وژل شوي دي.