د الجزیرې تلویزیون خبریال پیټرګریست نن خپل هېواد استرالیا ته ورسېد

د الجزیرې تلویزیون خبریال پیټرګریست په مصرکې له محبسه له خلاصونه وروسته نن خپل هیواد استرالیا ته ورسېد.

ګریست په برېزبن کې خبریالانو ته وویل:

″خپل هېواد ته رسېدل مې ډېرځلي په خوب کې لیدلي وو.

نه شم ویلای چې دلته په کور کې څومره خوشاله یم، دا هغه شېبه ده چې ما په تېرو ورځو کې لږ تر لږه ۴۰۰ ځلې په ذهن کې ګرځوله. ډېرخوند اخلم چې دلته له کورنۍ او تاسو سره یم.″

ګریست او همکاران یې باهرمحمد او محمد فهمي د اخوان المسلمین د ممنوع شوي ګوند په اړه د جعلي راپورپه تور بندیان شوي ول.

کریست د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ خوشې شو خو ملګري یې لا هم بندیان دي.