CV یا ژوند لیک باید څنګه جوړ شي؟

CV یا د کارموندلو لپاره خپله لنډه معرفي یا ژوند لیک باید څنګه جوړ شي؟

یوه اداره د کومو نیمګړتیاو یا ستونزو درلودونکې CV نه مني او ولې یې ردوي؟

یو چېرې د CV د لېږلو پرمهال څه ته پام په کاردی چې هغوی مجبور شي تاسې په اصطلاح شارټ لیسټ کړي او ورومو غواړي.

په نننۍ تاندې څانګې کې مو دغو پوښتنو ته د ځواب ویلو هڅه کړې، که ملتیا مې وکړئ نو ننۍ خپرونه د ېوې ښې او قوي CV په جوړولو کې مرسته درسره کولی شي. زه نورګل شفق یم.

CV د انګريزي ژبې د Curriculum Vita مخفف توري دي، موږ یې د کارموندلو لپاره خپل لنډ ژوند لیک بللی شو چې پکې د خپلې پېژندګلوۍ، زده کړو، مهارتونو او تجربو په اړه لنډ معلومات ذکر کیږي او هغه مهال یوې ادارې ته لېږل کیږي چې اداره په کارکوونکي او بېکار کس په کار پسې ګرځي. زموږ اکثره ځوانان پخپله سي وي کې څه ځایوي، په فېسبوک کې د تاندې څانګې خپرونې مینه والو د CV په اړه خپل نظرونه داسې راته لیکلي:

(ګل محمد پښتون ليکي چې په CVکې باید خپل ټول معلومات لکه: پېژندنه، زده کړې، تجربې او په ټوله کې هغه څه چې وړتیا یې لرو، ولیکل شي. محمدجميل جمال هم لیکي چې د خپلو زده کړو تر څنګ دې د کمپيوټر پروګرامونو او کاري تجربې ذکر هم پکې وکړي.

رضوان الله اوبرنګ لیکلي: زما په نظر په CVکې باید خپلې ټولې اساسي وړتیاوې او مهارتونو ذکر شي او چې کوم پوسټ ته CVلیږو د هغه په اړه پوهې او کاري تجربې ته په CV کې خاص ځای ځانګړی کړو. فريد عبیدي هم لیکي چې باید د خپل مسلک پوسټ ته CVولیږي، کنه نو سبا دې بیا نه وايي چې شارت لیست نه شوم.

د نوراحمدپښتون، احمدلاهب موصون، بلال شېرزاد، عبدالله نظري او د عبدالخالق ساپي خبرې سره ورته دي، دوی ليکي چې ځينې کسان په CVکې دروغ لیکي خو پکارده چې ريښتیا ولیکل شي، ځکه چې کېدای شي همدغه دروغ یو کس له وظیفي څخه بی برخي کړي.

رفيع الله لمر ليکي: یوه ورځ مې خپل ملګري ته CVلیکله چې ډېر دروغ یې راباندې ولیکل، وروسته خبر شوم چې په اینټرویو کې ډېرو پوښتنو ته بې ځوابه پاتې شوی و.

خان ولي محمدزی ځاځی او اقبال الدین ژمن لیکي چې ځينې کسان ډېره اوږده CVجوړوي خو باید لنډه واوسي. زين الله شهيدزوی هم لیکي چې CVباید لنډه او ډېره واضح ولیکل شي ځکه چې چا ته CVلیږو هغوی ډېر مصروفه وي نو باید ډېر مهم او اړین معلومات په روښانه ټکو کې داسې ورته ولیکو چې د مقابل لوري پام ځانه ته راواړوي.

حضرت الله پکتين د CVپه اړه تفصیلي خبرې لیکلي او په CVکې یې لسو مهمو ټکو ته پام کول ضروري ګڼلي. ساده توب، چې CVباید ساده ولیکل شي. د لاس ته راوړنو ذکر، د کاري تجربو په ترتيب سره لیکل، د زده کړو او ټريننګونو یادونه، املا او انشاء ته پام، دقت، صداقت او مرجع یا د ریفرنس لیکل).

په نظرونو کې لېکل شوي چې ځينې کسان په سي وي کې دروغ لیکي، یا یې په لوی لاس اوږدوي چې بیا د دوی د ناکامۍ سبب ګرځي. خو ځینې نورې کیسې هم شته چې د CV د مستردیدو سبب کیږي. کومې خبرې؟ په دې اړه محمد تواب ستانکزی راته غږېدلی چې په کابل کې د اړیکو دفتر یا TLO سره په اداري او نورو برخو کې له تېرو لسو کلنو راهيسې کار کوي، دی وايي چې د دروغو تر څنګ که چېرې په یوه CV کې ګرامي او ټايپي ستونزې واوسي او یا په لوی لاس اوږده شوي وي، هم مستردیږي.

په مختلفو وختونو کې د دوولسو مختلفو ادارو کارکوونکي په کار وو، د پکتیکا داد محمد ناوک دغو ټولو ته خپله CV ورلېږلې، خو اوس ګېله من دی چې له یو دوو ځایونو پرته هيڅ ادارې د مرکې یا کار لپاره ندی ورغوښتی. دی د خپلې CV په اړه هم مالومات راکوي چې د CV په لومړۍ برخه کې یې شخصي معلومات خو څلورم ځای یې خپلو کاري تجربو ته ورکړی و. خو محمدتواب ستانکزی د یوې سروې یا څېړنې خبره کوي او وايي چې په CV کې کاري تجربې ته باید تر بل هر څه لومړیتوب ورکړل شي او د کاري تجربو پېل هم باید له تازه کارونو وشي.

محمد تواب ستانکزی وايي چې په CV کې باید ساده او عام فهمه لغتونه وکارول شي او پکې د ګرامري ستونزو مخه هم ونیول شي. دی وايي چې د کاري تجربو له یادولو وروسته په CV کې د خپلو لاسته راوړنو او زده کړو برخې باندې فوکس یا ټينګار په کار دی او زیاتوي چې د ژبو په اړه د معلوماتو د ورکولو پر مهال باید احتیاط وشي، نه دا چې د خپلې مورنۍ ژبې په څېر نورو ژبو ته هم په اصطلاح (ایکسیلنټ) یا ډېر ښه ولیکل شي.

دی همدا راز وايي چې په CV کې دې د اړیکو فعاله شمېرې او ایمیل ادرس ولیکل شي او د ځان په اړه د معلوماتو د ورکولو پر مهال د خپل خوی خصلت، هدفونو او ارمانونو په اړه لنډ معلومات هم CV قوي کوي. ما ویل له CV سره کور لېټر یا عریضه (درخواست) څومره ضروري ده نو ښاغلي ستانکزي وویل چې اکثره ادارې دغه درخواست غواړي خو دغه هم باید داسې ولیکل شي چې مختصر او بامفهومه وي.

دا سمه ده چې د CV پر باطن یا قوي محتوه کار په کار دی، خو تواب ستانکزی وايي چې ظاهر یې هم که ښکلی نه وي او موضوعات پکې په ښه او پاک ډول نه وي ترتیب شوي، د CV کېفیت او ارزښت راټيټوي.

عموماً CV په ریفرنس پای ته رسيږي. په ریفرنس کې د دوو درو هغو کسانو په باره کې لنډمعلومات لیکل کیږي چې تاسې پېژني او یا مو پخوا په یوه اداره کې کار ورسره کړی وي.نوې اداره د ضرورت پر مهال له ریفرنس کسانو سره اړیکه نيسي او د تاسې د کاري وړتیاو او خوی خصلت په اړه له هغوی پوښتنه کوي او ځان ډاډمنوي.

په پای کې محمد تواب ستانکزی ځوانانو ته یوه بله ګټوره لارښوونه هم لري، دی وايي تر هغه چې مو د یوه پوسټ یا کار په اړه د هغه ټول معلومات او شرايط نه وي لوستي، په اصطلاح (اپلای) یا عریضه مه ورته کوئ یا خپله CV مه ورلېږئ، که تاسې بیا هم داسې یوه پوسټ ته چې په شرايطو یې پوره نه وئ، CV ور لېږئ نو دا په دې معنا ده چې تاسې د هغه پوسټ په اړه ضروري معلومات ندي لوستي او په پټو سترګو مو CV ورلېږلې.

په دې هیله چې د دې تاندې څانګې خپرونې خېر در رسېدلی وي، د یوې قوي او ښې CV د جوړولو په لارو چارو لا ښه پوه شوي وئ.

د خپرونې په اړه که نظرونه لرئ نو د تاندې څانګې خپرونې پر فېسبوک پاڼه او یا په دې بریښنالیک پته یې رالېږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې


ShafaqN@rferl.org

https://www.facebook.com/tandysangy