ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري نن د اوکراین له ولسمشرپترو پروشینکوسره خبرې وکړي.
په کیف کې دغه کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې راپورونه وایي واشنګټن دې ته نژدې شوی چې اوکراین ته د دې هېواد په ختیځ کې له روسیې پلوه بیلتونپالو سره په جګړه کې د وسلونه ورکولو له پالیسۍ لاس واخلي.
واشنګټن په اوس وخت کې له اوکراین سره یواځې غیر پوځي مرستې کوي.
د امریکا د دفاع وزیرپه توګه د بارک اوباما له خوا نوماند ویلي چې دی کییف ته د وسلو ورکولو ملاتړی دی.
اشټن کارتر دغه څرګندونې پرون د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کميټې په استماعیه غونډه کې وکړې.
د اوکراین ولسمشرپترو پروشینکو ویلي چې پوځ یې زښت زیات پوځي مرستې ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي د بیلتونپالو په وړاندې جګړه مخ ته یوسي.
په دغه جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۵۳۰۰ کسان وژل شوي دي.