د افغانستان ولسمشرپه هېواد کې د امنیت د ټینګیدو لپاره د ولس پرهمکارۍ ټینګار وکړ.
جمهوررییس اشرف غني پرون په لغمان کې د وروستۍ پیښې د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره د لیدو پرمهال له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړه او څرګنده یې کړه چې د سم امنیت لپاره د ولس همکاري شرط ده.
نژدې اونۍ مخکې مهترلام ته نژدې د پهلوان بابا پرغونډۍ د جنازې پرمهال ځان وژونکی برید وشو چې ۱۲ ملکیان یې ووژل او ۳۶ یې ټپیان کړل.