یوې امریکایې بې پیلوټه الوتکې د سومالیا د پلازمینې موګادیشوپه جنوب کې د الشباب ډلې یو لوړ پوړی مشرپه نښه کړی دی.
د پنټاګون ویاند جان کربي پرون ویلي چې یوسف دیق د الشباب د بهرنیوعملیاتو مشر وو او د جنورۍ پر ۳۱ د امریکا د ځانګړو ځواکونوله خوا په نښه شو.
کربي وایې تراوسه دا نشي تاییدولی چې یوسف دیق به په دې برید کې وژل شوی وي که نه، خو وایې که بریالي شوي وي، نو دا به الشباب ته یوه بله ضربه وي.
کربي زیاتوي تراوسه په دې برید کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ندي ورکړل شوي.
دی وایي، د امریکا متحده ایالات به د الشباب پرمشرانوحملوته دوام ورکړي، ځکه دغه ډله د القاعدې ملګرې او د سیمي او متحده ایالاتو لپاره یو ګواښ دی.