د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې، د نوو کاندید وزیرانو پر انتخابولو کار روان دی.
د افغان ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی نن ازادۍ راډیو ته وویل چې د ملي وحدت حکومت د کابیني د پاته وزیرانو پرانتخابولوکار پیل کړی چې ډیرژربه یي ولسي جرګې ته معرفي کړي:
″د نوو کاندید وزیرانو پرځانګړتیاوو باندې کار روان دی او ډیر ژربه نوي کاندید وزیران معرفي شي.″
د افغانستان ولسي جرګې تیره اوونۍ د ملي وحدت حکومت له خوا د معرفي شوو اتلس کاندید وزیرانو له ډلې اته وزیران او د ملي امنیت عمومي رییس تایید او پاته لس نورو کاندیدانو ته یې عدم اعتماد رایه ورکړه.