په کندز ولایت کې ۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي ۱۵ نور ټپیان دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په کندز ولایت کې یې دیرش وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت رسنیز دفتر د یوې خبر پانې په خپرولو سره ویلي چې په یو لړ تصفیوي عملیاتو کې په دغه ولایت کې پنځلس تنه وژل شوي او پنځلس نور ټبیان شوي دي.

وسله والو مخالفیانو په دې اړه څه نه دي ویلي.