بهر ته د افغان ماشومانو د نا قانونه سفرونو لاملونه؟

د افغانستان د تحقیق او څېړنې واحد بنسټ بهر ته د افغان ماشومانو د نا قانونه سفرونو لاملونه په ګوته کړي دي.

د دغه بنسټ رییس میر احمد جوینده نن په کابل کې په دې اړه د یو راپور په خپرولو سره؛ فقر نا امني، زده کړو او کار ته نه لاس رسی په دغو لاملونو کې یاد کړي چې ماشومان له کورنیو پرته دا شان سفرونو ته اړ باسي.

ښاغلي جوینده ویلي، دغه راپور ښيي چې زیات شمیر هلکان چې عمرونه یې له دیارلسو نیولې تر اولسو کلونو پورې دي؛ په لاره کې په بیلابیل ډول ځورول کېږي .

د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون له مخې یو انسان د زېږون له ورځې بیا تر اتلس کلنیه پورې ماشوم ګڼل کېږي.