ټاکل شوې د ملګروملتونو د عدالت نړیواله محکمه ICJ د کرویشیا او سربیا د هغې دعوې په اړه چې یوبل یې په ګڼه وژنه تورن کړي نن خپله فیصله اعلان کړي.
په پام کې ده چې د ICJ مشر قاضي پیټر تومکا Peter Tomka د دې دعوې په اړه چې د سربیا د بهرنیوچارو د وزیر په وینا؛ د ده د هېواد او کرویشیا د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ډېره مهمه ده؛ د هاګ د سولې په ماڼۍ کې د دې محکمې فیصله واوروي.
کرویشیا په ۱۹۹۹ کال کې په ICJ کې دعوه وکړه چې سربیا د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۵ کلونو ترمینځ د پخوانۍ یوګوسلاویا له ړنګېدو وروسته د کرویشیا د خپلواکۍ د جګړې پرمهال ګڼه وژنه کړې ده.
کرویشیا تور لګوي چې سربیا هغه مهال د ګڼې وژنې یا جینوساید د یوې بڼې په توګه د قومي تصفیې جرم کړی او په دې ترڅ کې ګڼ شمېر کرواتان یا وژل شوي، شکنجه شوي او یا بې کوره شوي او جایدادونه یې عمداً ویجاړ شوي دي.
بلګراد هم په ۲۰۱۰ کال کې متقابله دعوه وکړه او ویې ویل؛ هغه مهال چې کرویشیا د خپلو قلمرو د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل؛ نو شاخوا دوه سوه زره سربان یې له خپل قلمرو څخه وتلو ته اړ کړل. سربیا وايي چې له دې عملیاتو وروسته د سرب ټبرو وګړو شمېر په سلو کې له دولسو څخه څلورو ته راټیټ شو.