کردي ځواکونه وايي د داعش وسله وال د ماتې په حال کې دي

د سوریې کرد ملېشه ځواک او یوه څارونکې ټولنه وايي چې کردي ځواکونو د امریکا د هوايي ځواکونو په مرسته د سوریې د کوباني ښار په شاوخوا کلیوالو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې پرضد چټک پرمختګ کړی دی.

اسلامي دولت ډلې یا داعش تېره اونۍ په دې سیمه کې سخته ماتې وخوړه. د سوریې کردي ملېشو چې د "وای پي جي" YPG په نوم یادېږي د دوشنبې په ورځ وویل؛ د داعش وسله وال د بشپړې ماتې په حال کې دي او د کوباني په شاوخوا سیمو کې نشي ټینګېدلای.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په برتانیا کې دی؛ وايي چې کردي ځواکونو له یکشنبې راپه دې خوا په سیمه کې دیارلس کلي نیولي او په دې ترڅ کې د داعش له ډېر لږ مقاومت سره مخامخ شوي دي.

په همدې حال کې د داعش پرضد د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف پرون اعلان وکړ چې د ۲۴ ساعتونو کې په ترڅ کې یې د داعش پر سنګرونو اوه ویشت هوايي حملې کړي چې له دې دلې نهه کوباني ته نژدې شوې دي.