د کونړ امنیتي چارواکي وايې چې په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له خوا توغول شوي توغندي د خلکو په کورونو لګیدلي دي.
د دې ولایت امنیي قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډيوته وویل چې درې توغندي تیره شپه د خلکو په کورونو ولګیدل، چې یوه میرمن او یو ماشوم په کې ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دانګام کې له تیرودوو میاشتو راهیسي وسله وال طالبان او افغان ځواکونه پریو بل ډزې کوي چې، کله ناکله په کې ملکیان هم زیانمنیږي.