په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې جګړو زور اخیستی، د فرانسې ولسمشرفرانسوا اولانډ، د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل او د اوکراین ولسمشرپیترو پوروشینکو د اوکرایني ځواکونو او روس پلوو بېلتونپالو ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.
دا غوښتنه د اوکراین د سولې د خبروله ناکامۍ یوه ورځ وروسته کېږي.
د فرانسې جمهوري ریاست وايي، درې واړو مشرانو چې پر ټیلیفون خبرې کولې، په اوکراین کې د جګړې د ختمولو په مقصد د مینسک د خبرو پر ناکامۍ خپګان څرګند کړ.
نښتوپه وروستیو څو ورځوکې په دېبالڅیوې Debaltseve ښارکې چې د حکومت په ولکه کې دی او روس پلوي بېلتونپال هلته د دولتي ځواکونو د کلابندکولوهڅه کوي په خاص ډول زور اخیستی.
د اوکراین پوځ پرون وویل چې دیارلس تنه سرتېري یې په تېرو ۲۴ ساعتونوکې وژل شوي.
حکومتي چارواکي او د بېلتونپالو سرچینو د لږ تر لږه اولسو ملکي وګړو د مړینې خبرهم ورکړی دی.
د اوکراین پوځ وايي، په دیبالڅېوي ښارګوټي کې د بېلتونپالو له خوا پریوه دولتي ودانۍ د ګراډ توغندي د لګېدو په پېښه کې ګڼ شمېرکسان چې ماشومان هم په کې وو، ټپیان شول.
د پوځي سرچینوپه وینا دا برید هغه مهال وشو، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي وګړي له ښاره د وتلو په مقصد، حکومتي ودانۍ ته څېرمه یوه بس ته د ختو په حال کې وو.