اردن د پیلوټ معاذ الکساسبه د تبادلې په اړه، غوښتنه بیا تکرار کړه

اردن خپله هغه غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړې چې غواړي د القاعده شبکې یوه بندي مېرمن له هغه اردني پيلوټ سره تبادله کړې چې د اسلامي دولت ډلې له خوا اسیر شوی دی.

دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې اسلامي دولت ډلې د یو جاپاني یرغمل د سرغوڅولو ویډیو خپره کړه.

د حکومت ویاند محمد الموماني پرون وویل، اردن اوس هم چمتودی چې د پیلوټ معاذ الکساسبه Muath al-Kasaesbeh په بدل کې ساجده الرشاوي ajida al-Rishawi له بنده خوشې کړي.

کساسبه په تېر ډیسمبرمیاشت کې وروسته له هغه اسیرشوچې جټ الوتکه یې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سیمه کې نسکوره شوه.

اردن د جاپاني ژورنالست کینجي ګوتو د سرغوڅول هم وغندل.

اسلامي دولت ډلې د الرشاوي چې د اردن په یوه هوټل کې د ۲۰۰۵ کال په بمي حملو کې په لاس لرلو تورنه ده د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

په یوه ثبت شوي اوازکې چې ویل کېږي داعش ډلې تېره اونۍ خپره کړې ده غوښتنه شوې وه چې که الرشاوي د جنوري تر نه ویشتمې نېټې پورې خوشې نه شي نو اردنی پیلوټ به ووژل شي.

دا مهلت وروسته له هغه پای ته ورسېد چې اردن وویل، ترڅو چې د الکساسبه د ژوند کره ثبوت ونه ویني الرشاوي به خوشې نه کړي.