ټاکل شوې د افغان حکومت اته نوي وزیران او د ملي امنیت مشر نن لوړه وکړي او خپل کارونه په رسمي توګه پيل کړي.
ولسي جرګې تیره اونۍ اتو کاندید وزیرانو او د ملي امنیت ریاست مشر ته د باور او یو شمېر نورو کاندید وزیرانو ته د عدم اعتماد یا رد رایه ورکړه.
د ملي وحدت حکومت د اجرایوي رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادۍ راډیوته وویل:
″اته کاندید وزیران او د ملي امنیت عمومي رییس چې یوه اوونۍ مخکې یې د ولسي جرګې څخه د باور رايي ترلاسه کړې وه، نن څلور بجې یې د تحلیف مراسم تر سره کیږي، تر خپلو دندو ولاړ شي او خپل کارونه پیل کړي.″
تردې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست ویلي وو، چې په مناسب وخت کې به د پاتې وزارتونو لپاره نوي کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.