داعش د جاپاني خبریال کینجي ګوتو د وژل کیدو ویډیو خپره کړه

د اسلامي دولت ډلې یوه ویډیو خپره کړې چې د جاپاني خبریال کینجي ګوتو وژل کیدل ښیې.

د جاپان حکومت وایي، دوی لااوس هم پردې کارکوي چې د دې ویډیو ریښتونولي کره کړيې.

دغه ویډیو چې پرون خپره شوې د راپورونو پراساس یو مخ پټی کس په کې ښودل کیږي چې په برتانوۍ لهجه خبرې کوي او د جاپان حکومت تورنوي چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د نړېوال ایتلاف د حملوملاتړ کوي او وروسته کینجي ګوتو وژني.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وه چې ښایي د ګوتو د خوشې کیدو په بدل کې د اردن حکومت له خوا د عراقۍ انتحاري برید کوونکي ساجده الریشاوي د خوشې کیدو معامله وشي.

یوه اونۍ وړاندې د اسلامي دولت ډلې یوبل جاپانی برمته شوی خبریال هارونا یوکاوا وواژه.