د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي؛ د یوې نوې سروې له مخې راتلونکي ته د افغان سوداګرو خوشبیني زیاته شوې ده.
د دې خونې د عامل پلاوي رییس نصرت الله عتیق نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ دا سروې د جرمني په تخنیکي مرسته په ټول افغانستان کې د ۱۲۰۹ شرکتونو له رییسانو سره تر مرکو وروسته جوړه شوې ده.
ښاغلي عتیق زیاته کړه، که څه هم سوداګر له ناامنیو او تخنیکي ستونزو شکایت کوي؛ خو وايي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو یې په کاروبار کې د پام وړ پرمختګ راتلی شي.