د افغانستان د ځوانانو ایتلاف له حکومته غواړي چې د اسلامي دولت د فعالیت پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
د دې ایتلاف غړیو د شنبې په ورځ په یوې غونډه کې د اسلامي دولت وسله وال افراطیان وبلل او دیني عالمان یې وهڅول چې د دې ډلې پر ضد تبلیغ وکړي.
له دې مخکې هم یو شمیر امنیتي چارواکو ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه په دې هیواد کې له هر ډول وسله والو مخالفینو سره د مبارزې لپاره چمتو دي.