په پاکستان کې زرګونو شیعه مسلمانانو د وروستۍ حملې پر غبرګون لاریون وکړ

زرګونو شيعه مسلمانانو نن په پاکستان کې د شيعه ګانو په يوه جومات کې په ځانمرګي بريد کې د ۶۱ کسانو د وژل کېدو په خاطر لاريون وکړ.

پرون د سند ايالت په شکارپور ښار کې؛ په يوه جومات کې چاودنه وشوه. شکارپور د پاکستان له تر ټولو لوی ښار کراچۍ څخه ۴۷۰ کلو ميتره ليري دی.

پوليسو نن ويلي چې دا يو ځانمرګی بريد وو او ځانمرګي بريدګر د جومات په منځ کې د جمعې د لمانځه پر مهال په خپل ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد وچاودل.

ولايت حکومت نن د ماتم د ورځې په توګه اعلان کړه. په شکارپور کې زرګونو کسانو د دې بريد د قربانيانو په فاتحه کې برخه واخيسته.

د دې بريد پړه د جندالله سخت دريځې ډلې پر خپله غاړه اخيستې ده.