کابل: د هوت خېلو په نننۍ مظاهره کې ۷ تنه ټپیان شوي دي

د کابل په هوت خیلو سیمه کې په نننۍ مظاهره کې اوو تنه ټپيان شوي دي.

د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي آزادي راډیو ته وویل؛ دا مظاهره چې د اسلام د پیغمر حضرت محمد (ص) ته د منسوب کاریکاتور د خپرېدو په غبرګون وشوه چې په خشونت واوښته او یو شمیر خلکو د سپکو وسلو ډزې هم په کې وکړې.

د ښاغلي رحیمي په خبره پولیسو او د سیمې قومي مشرانو وضعیت تر کنټرول لاندې راوستی دی.

ښاغلی رحیمي وايي، پولیس هڅه کوي چې د پيښې هغه عاملین ونیسي چې مظاهره یې په تاوتریخوالي واړوله.

عامو خلکو بیا ادعا کړې چې پولیسو هم په دې مظاهره کې ډزې کړي دي.