د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د وسله والو طالبانو او اسلامي دولت تر منځ فرق ته متوجه دي.
د دغه وزارت ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې دې موضوع ته اشاره کړې.
که څه هم ساکي په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو تاکید یې کړی چې امریکا به د القاعده د پاتې شونو ځپلو ته دوام ورکوي.
"موږ د طالبانو او د اسلامي دولت د ډلې تر منځ توپیر وینو. خو دقیقاً لا هم ځینې خطرناکه اعمال پاتې دي چې موږ یې په اړه انديښنم یو. موږ د القاعده د پاتې شونو هدف ګرځولو ته دوام ورکوو او دا هغه څه دي چې په افغانستان کې زموږ د پاتې کیدو یوه برخه ده."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې په یوشمیر چاپي رسنیو کې د سپینې ماڼۍ د مرستیال ویاند په حواله ویل شوي چې طالبان وسله وال جنګیالي دي او اسلامي دولت ډله تروریستان دي.