د کابل امنیې قومندان تایید کړه، چې د نهمې امنیتي حوزې د "هوت خېلو" په سیمه کې مظاهره په تاوتریخوالي اوښتې ده.
عبدالرحمان رحیمي د مظاهرې له سیمې ازادي راډيو ته وویل چې مظاهره چیانو د لنډ وخت لپاره د کابل جلال اباد لویه لاره تړلې وه او پر پولیسو یې هم ډزې کولي.
ښاغلي رحیمي وویل چې مظاهره د شارلي ابدو طنزي مجلې د غندلو په هدف شوې وه؛ خو پولیس پرې خبر نه وو.
دا چې په مظاهرې کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې امنیې قومندان وویل چې په دې اړه څيړنه کوي.
مظاهره چیان اوس د پولیسو له خوا تیت او پرک شوي او د کابل جلال اباد لاره بېرته خلاصه شوې ده.