د لغمان چارواکي وايي، دغه ولايت ته ډېرى وسله وال مخالفین له نورو ولايتونو ورځي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته وويل؛ دغه وسله وال لغمان ته له بېلابېلو درو څخه اوړي او هلته ورانکاري فعاليتونه کوي.
په لغمان کې د پنج شنبې په ورځ دوې بمي حملې وشوې چې له کبله يې ١٦ کسان ووژل شول او ٣٦ تنه نور ټپيان شول.