د پکتیکا چارواکي وايي، په ارګون ولسوالۍ کې یې د وسله والو مخالفینو د وسلو اوه ذخیرې کشف او ضبط کړي دي.
د پکتیکا د رسنیو له مرکز څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې په دې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات شوي او د راکټ ویشتونکو دستګاوو؛ چاودیدونکو موادو، لاسي او مقناطیسي بمونو او نورو وسلو ۷ ذخیرې ونیول شوې.
اعلامیه زیاتوي، کشف شوي وسلې د دې ولایت د امنیتي ځواکونو مرکز ته انتقال شوي دي.