د روسیې دفاع وزیرسرګي شویګو وايي دوی به په ځینو ستراتیژیکو سیمو کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي. دا د روسيې د هغو هڅو یوه برخه بلل کیږي چې ډاډه شي؛ بل هیڅ هیواد پر دې سیمو نه شي واکمنیدلی.
شویګو دا څرګندونې نن د دفاع وزارت د مشرانو په یوه غونډه کې کړې ده.
دی وايي، دا دنده چې د ولسمشر له خوا هم منل شوې ده او هدف یې پر روسیې د پوځي برلاسیتوب مخنیوی دی؛ له کوم قید او شرط پرته تر سره کیږي.
د روسیې د دفاع وزیر وايي؛ روسیه په پام کې لري خپلو سرحدونو ته نژدې د پوځي او سیاسي وضعیت په ځواب کې په ځینو ستراتیژیکو سیمو کې سرتیري او ځواکونه پیاوړي کړي.
په اوکرایین کې د کړکیچ له کبله د روسیې او لویدیځ ترمنځ اړیکي ډیرې خرابې شوې دي.
ناټو او کیف دواړه وايي چې مسکو د او کرایین په ختیځ کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ته سرتیري او وسلې لیږلې چې له حکومتي ځواکونو سره وجنګیږي.
ولسمشر ولادیمیر پوټین روسیه یو داسې هیواد ښیي چې د لویدیڅ له لوري د پرله پسې ګواښونو سره مخامخ دی.
پوټین روانه اونۍ ویلي چې د اوکرایین ځواکونه د ناټو د بهرنۍ ډلې په توګه اقدامات کوي. دا هغه ادعا ده چې د ناټو د مشر تابه له لوري بیمعنا بلل شوې ده.