جان کري د خپل کور له مخه د واورې د نه پاکولو له کبله ۵۰ ډالره جریمه شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په بوسټن کې د خپل کور له مخه د واورې د نه لیرې کولو له کبله پنځوس ډالره جریمه شو.

د امریکا د شمال ختیځ ښار چارواکو پرون کري جریمه کړ. دوی ژمنه کړې وه هر هغه څوک به جریمه کوي چې د خپل کور یا دفتر دباندې له پیاده روه واوره پاکه نه کړي.

کري له ولسمشر بارک اوباما سره په سعودي عربستان کې دی چې هغه هیواد ته د پخواني پاچا عبداله د مړینې تسلیت ووايي.

چارواکي وايي، تر جریمه کېدو وروسته په بوسټون کې د جان کري د کور دباندې پرته واوره پاکه کړای شوه؛ د ده یوه ویاند ویلي چې کري به وروسته جریمه ورکړې.

پولیس وايي، د کري یوه ګاونډي دوی ته خبر ورکړی چې واوره نه ده پاکه شوې او هغه افسر چې د پنځوس ډالره جریمې ټکټ یې ورکړی؛ نه پوهیده چې دا د جان کري کور دی.