د یو شمېراسیايي هېوادونو استازو ټینګاروکړ چې له تروریزم سره دې مبارزه وشي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له تروریزم سره د جدي مبارزې په هدف نن د یو شمېراسیايي هېوادونو د استازو کوربه وه.

په دغه یو ورځنۍ غونډه کې د پاکستان له استازي پرته د څوارلسو اسیايي هېوادونو یو شمېر ډپلوماتانو برخه اخیستې وه چې ټولو ټینګار وکړ چې باید له تروریزم سره په ټینګه مبارزه وشي.

د اسیايي هېوادونو د استازو په دې غونډه کې په دې ټینګار وشو چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره یواځې سیاسي هڅې د حل لارنه ده بلکې د دغه پدیدې سره باید فکري مبارزه هم وشي.