په هرات ولایت کې د مرمر ډبروفابریکه لرونکو د سوداګرۍ او صنایعو له ریاست سره موافقه کړې چې نور به دا ډبرې بهرنیو هېوادونو ته د پروسس لپاره نه استوي.
په دې ولایت کې د مرمرډبرو د را ایستوونکو مشرعطاالله پوپل ازادۍ راډیوته وویل، چې په افغانستان کې د مرمر ډبرو د پروسس لپاره معیاري ماشینونه، نه وو موجود، له دې امله دا ډبرۍ د پروسس لپاره بهرنیو هېوادونوته استول کېدې.
بهرنیو هېوادونو ته د پروسس لپاره د مرمرډبرو د نه استولو خبره ولسمشر غني هم هرات ولایت ته په سفر کې کړې وه.